د کلیو پراختیا وزارت د بنسټیزو پروژو د اطلاعاتو خپرولو ته هوډ من دی

 د افغانستان روڼتیا نوښت – بنسټیز سکټور د ملي دارالانشاء ډلې د ۱۳۹۶ کال مرغومې میاشتې په ۲۵ مه نېټه د کلیو او پراختیا وزارت له وزیر ښاغلي مجیب الرحمن کریمي سره وکتل. په دې لیدنه کې د افغانستان روڼتیا نوښت – د بنسټیز سکټور ملي همغږي کوونکي ښاغلي کریمي، د افغانستان روڼتیا نوښت بنسټیز سکټور په تړاو لنډ معلوما او د دې نوښت ټولیزې موخې روښانه کړې.

ښاغلي کریمی، دې ټکي ته په اشاره سره وویل، چې د دې نوښت ټولیزه موخه په بنسټیز سکټور کې د روڼتیا کلتور پراخول دي او دې موخې ته لاسرسی د بنسټیزو پروژو په اړه د اطلاعاتو په خپرولو شوني دي.

د کلیو او پراختیا وزیر ښاغلي مجیب الرحمن کریمي، د افغانستان روڼتیا نوښت بنسټیز سکټور له دې ګام پورته کولو مننه وکړه او زیاته یې کړه، په روڼتیا باندي بحث اړین دی. د بیت المال پیسې باید په ښه توګه ولګېږي، چې د خلکو او حکومت تر منځ باور را منځ ته شي. د کلیو او پراختیا وزارت د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ د دې نوښت د راپور ورکونې له ډلې سره خپله هر اړخیزه همکاري کوي.

په دې ناسته کې په لاندي موضوعاتو خبرې وشوې:

  • د راپور ورکنې له ډلې سره د کلیو او پراختیا وزارت د ټولو برخو هر اړخیزه همکاري
  • د اړوندو بنسټونو د ډلو په ناستو کې د وزرات د مرستیال ګډون او د بحث شویو کلیدي موضوعاتو تعقیبول
  • د روڼتیا په مېکانیزم خبرې کول او د پرېکړو په پروسو کې د خلکو شریکول.