د مدني بنسټونو او رسنیو لپاره د افغانستان روڼتیا نوښت بنسټیز سکټور له خوا معلوماتي ورکشاپ جوړ شو

د تېرو ۱۶ کالو په موده کې د هیواد مدني بنسټونو او رسنیو، د اطلاع رسونې، عامه پوهاوي، له فساد سره د مبارزې، د ټولنیز عدالت په جوړښت او د دولتي بنسټونو د ځواب ورکونې زیاتولو او حساب ورکونې په برخو کې رغنده رول لوبولی دی.

د افغانستان بنسټیز سکټور د یوه کلیدي سکټور په توګه د هیواد په اقتصادي پراختیا او د خلکو د هوساینې په برخو کې ډېر ارزښت لري. د دې سکټور د روڼوالي په زیاتولو کې د مدني ټولنو او رسنیو رول حیاتي دی او د وضعیت د ښه کولو سبب ګرځي.

د افغانستان د روڼتیا نوښت په بنسټیز سکټور کې د مدني ټولنو او رسنیو د ډېرې ښکېلولو موخه په هیواد کې د بنسټیز سکټور د پروسې لا روڼوالي او حساب ورکونې لپاره د ۱۳۹۶ کال سلواغې میاشتې په ۱۷ مه نېټه روزنیز ورکشاپ جوړ شو. په دې ورکشاپ کې د اقتصاد وزارت لوړ پوړو چارواکو او له ۴۱ څخه د زیاتو مدني بنسټونو او رسنیو استازو ګډون کړی وو.

د دې نوښت ملي همغږي کوونکي ښاغلي کریمي، وویل، چې د دې معلوماتي ورکشاپ ټوله موخه د دې نوښت له موخو او عمومي کړنو سره د هیواد د رسنیو او مدني ټولنو پېژندنه ده او همدارنګه نوموړي د ټولګټو بنسټیزو پروژو د اطلاعاتو خپرول د روڼوالي او حساب ورکونې په برخه کې اړین وبلل.

د اقتصاد وزارت مسلکی مرستیال او د روڼتیا نوښت شاملو بنسټونو ډلې سرپرست ښاغلي محمداسماعیل رحیمي وویل:

اقتصاد وزارت، د دې نوښت د کوربه او د شاملو بنسټونو ډلې CoST رئیس په توګه په بنسټیز سکټور کې د روڼوالي له بهیره ملاتړ کوي او له ټولو تدارکاتي بنسټونو په ځانګړې توګه له کلیدي وزارتونو څخه غواړي، چې له دې نوښت سره په یوه پله پل واخلي.خو د دې موخې د تحقق لپاره د مدني ټولنو او رسنیو رول بنیادي او اړین دی. مدنې ټولنې او رسنۍ د د خلکو د استازو په توګه حق لري، چې د افغانستان د بنسټیزو پروژو د روڼوالي پروسه تحقیق او وڅېړنې او د زیاتو معلوماتو غوښتونکي شي.

په دې پروګرام کې د افغانستان د روڼتیا څار استازي ښاغلي بشیر احمد ایزیدیار، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون استازي ښاغلي ولی الله مصباح، په بنسټیز سکټور کې او اطلاعاتو ته د لاسرسي په ستونزو خبرې وکړې.

د افغانستان د روڼتیا نوښت بنسټیز سکټور په تړاو:

د افغانستان نوښت بنسټیز سکټور، یو نړیوال نوښت، غیر انتفاعی او نا تړلی دی، چې له حکومت، خصوصي سکټور او مدني ټولنو سره پل په پل په ټوله نړۍ کې کار کوي، ترڅو  په دې سکټور کې د روڼتیا زیاتولو او حساب ورکونې ترڅنګ د  بنسټیزو پروژو د پانګونې ښه ارزښت ترلاسه کړي. د افغانستان دولت د ارزونې او څارنې کمېټه MEC د وړاندیز پر بنسټ د ۱۳۹۲ کال د تلې په میاشت کې د اقتصاد وزارت له لارې په دې نوښت پوري وتړل شوه او د ۱۳۹۵ کال په نیمایي کې یې په رسمی توګه خپلې چارې پیل کړې.