د افغانستان د روڼتیا نوښت بنسټیز سکټور – په هیواد کې د روڼتیا او حساب ورکونې کلتور لپاره اغېزمن ګام

د افغانستان د روڼتیا نوښت بنسټیز سکټور اړوندو بنسټونو ۱۸ مه غونډه د اقتصاد وزیر او اړوندو ادارو رئیس ښاغلي ډاکټر محمد مصطفی مستور، د حکومت لوړ پوړو استازو، خصوصي سکټور، مدني ټولنو او څارونکو په شتون کې تر سره شوه.

په دې غونډه کې د ډاډ ورکونې ډلې له خوا، د ډاډ ورکونې راپور(inception report)  په لارو چارو، د ملي تدارکاتو ادارې او اوبو او انرژۍ وزارت سره د هوکړه لیک لاسلیکولو لپاره د وړ ځای او مهال ټاکلو په تړاو خبرې وشوې.

په پیل کې د غونډې رئیس د ګډونوالو له پراخ ګډون څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې په هر سکټور په ځانګړي توګه په بنسټیز سکټور کې چې د پراختیایي بودیجې ډېره برخه تشکیلوي، ډېر اهمیت لري. که چېرته په دې کلیدي سکټور کې د روڼتیا موضوع حل شي، د ولس، حکومت او مرستندویه سازمانونو ترمنځ به باور ډېر شي.